کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان له ښار څخه د بې کوره روږدو کسانو راټولول او د هغوی درملنه شروع شوه

27 عقرب 1403 ساعت 10:08

د باميان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت د دغه ولايت د مرکز له بېلابېلو سيمو څخه څو تنه بې کوره او روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې په نشه يي توکو د روږدو کسانو روغتون ته معرفي کړل.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي توکو سره د مبارزې مدیریت د بامیانو له ښار څخه څو تنه په نشه‎يي توکو روږدي کسان راټول کړي او د دغه ولایت په مرکز کې یې د روږدو کسانو روغتون ته معرفي کړي دي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان په نشه يي توکو د روږدو کسانو د حالت د ښه والي په موخه له ټولو دولتي او نادولتي بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې له دې اقدام څخه يې د روږدو او زيانمنو شويو کسانو د درملنې او روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دي.


د مطلب کود: 300784

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300784/د-بامیان-له-ښار-څخه-بې-کوره-روږدو-کسانو-راټولول-او-هغوی-درملنه-شروع-شوه

آوا
  https://www.avapress.net