دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۰
د مطلب کود : 300811
په خوست کې د واده پر مراسمو د هوايي ډزو له امله یو ماشوم وژل شوی دی
د خوست امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د یوه واده په مراسمو کې د هوايي ډزو په پایله کې د یوه ۱۴ کلن ماشوم د وژل کېدو خبر ورکوي.

افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند مستغفی ګربز وايي، دغه پېښه د دغه ولایت د شمل ولسوالۍ په پیرانو کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، د عزيزالرحمن په نوم يو تن، چې موټر چلوونکى دى، د خپلو خپلوانو د واده د مراسمو پر مهال له ټوپک سره په هوا کې ډزې پيل کړې.

د پولیسو په وینا دغه سړی نیول شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم هوايي ډزو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
https://avapress.net/vdcizuapzt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته