دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 300783
په پکتیکا کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې شوې
د پکتيکا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په برمل او شکين ولسواليو کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: چارواکي زیاتوي چې د پکتیکا په برمل او شیکن ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره ۲۱۶ کورنیو د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د اوبو رسولو د دغو شبکو پر جوړولو پنځه میلیونه افغانۍ لګولي دي.

تر دې وړاندې هم د پکتیکا په یو شمېر ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې وې.

باید وویل شي، چې د هېواد اوسېدونکي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په یو شان او متوازن ډول د ګډو ګټو د پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
https://avapress.net/vdcg7z9wwak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته