کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې شوې

27 عقرب 1403 ساعت 10:06

د پکتيکا ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په برمل او شکين ولسواليو کې د پنځه ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي.


آوا - کابل: چارواکي زیاتوي چې د پکتیکا په برمل او شیکن ولسوالیو کې د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره ۲۱۶ کورنیو د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د اوبو رسولو د دغو شبکو پر جوړولو پنځه میلیونه افغانۍ لګولي دي.

تر دې وړاندې هم د پکتیکا په یو شمېر ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې وې.

باید وویل شي، چې د هېواد اوسېدونکي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په یو شان او متوازن ډول د ګډو ګټو د پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 300783

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300783/په-پکتیکا-کې-د-پنځه-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-دوو-شبکو-جوړولو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.net