دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 300967
حماس له نړۍ غوښتي چې د غزې په شمال کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي
د حماس غورځنګ په یوه بیانیه کښې له نړۍ وغوښتل چې د غزې د شمال د محاصره شویو خلکو ملاتړ وکړي او پر دغه رژیم فشار راوړي چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس: د حماس غورځنګ په یوه بیان کې ویلي: له څه باندې یوې نیمې میاشتې راهیسې د نسل وژنې او توکمیز پاکونې له عملیاتو وروسته د غزې د تړانګې شمال د پراخې تباهۍ، سختې محاصرې او ولسي خلکو د لوږې شاهد دی.

د المیادین په وینا، حماس له نړۍ وغوښتل چې د غزې د شمال د محاصره شویو خلکو ترڅنګ ودریږي.

صهیونیسټي پوځ د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کښې د وحشتناکو جنایتونو په ترسره کولو سره په عین حال کښې د دغې تړانګې په شمال کښې له څلویښتو(۴۰) ورځو راهسې د جنرالانو په نامه د یوه پلان په اجرا کولو سره خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي . 

دبشری حقوقو دڅارنې سازمان اعلان کړی دی چې صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې کښې له جبری مهاجرت او لوږې څخه د جنګ د وسلې په توګه کار اخلی .
https://avapress.net/vdcaiwne049nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته