افغان غږ خبری آژانس: رویټرز په لبنان کې د حزب الله د سیاسی شورا د مرستیال«محمود قمتی» له قوله وایی، هر ډول توافق باید د جګړې د ژر پای ته رسولو لامل شی او د لبنان له ملی حاکمیت څخه سرغړونه ونه شی.
محمود قمتی له الجزیرې سره په مرکه کښې وویل: که د مقاومت د پیاوړتیا او میدان نه وی، امریکا به د حل لارې د موندلو کوشش نه کاوه. هغه څه چې زموږ لپاره مهم دي د مقاومت د ځواک له لارې د تیري مخه نیولو لپاره امید ورکول دي.
صهیونیسټ رژیم د روان کال د سپتمبر دمیاشتې له ۲۳ نیټې راهسې د بیروت په شمول د لبنان په بیلا بیلو سیمو کښې خپل تیری زیات کړی او د لبنان په جنوبی سیمو یې حملې کړی دی .
د لبنان حزب الله هره ورځ د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غبرګون کښې په پوځی مرکزونو او میشت ځایونو د توغندیو، ډرون او توپخانې حملې کوی .
د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د شهیدانو شمیر ۳۵۱۶ تنو ته رسیدلی دی.
همدارنګه د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د دغو بریدونو په پایله کې ۱۴۹۲۹ کسان ټپیان شوي دي.