د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ په اسلام اباد کې له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې او د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره یې د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي ینګ د دغه وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې اسیا د چارو له سرپرست احمد نسیم سره وکتل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو له افغانستان سره د اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړه او "د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول یې ټینګار وکړ." د چین ځانګړي استازي تر اوسه پاکستان ته د خپل سفر او د هغه د موخو په اړه څه نه دي ویلي.