دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۲۰:۴۲
د مطلب کود : 300665
د ۱۳۲ روږدو کسانو درملنه
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له روغتیايي مرکزونو څخه د ۱۳۲ روږدو کسانو د درملنې او خپلو کورنیو ته د ستنیدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع اعلان کړی چې ۱۳۲ معتادین چې پخوا له مرکز او ولایتونو څخه راټول شوی وو، د معتادینو د درملنې او مسلکی زده کړو څخه برخمن شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: دغه راز پوليسو دکابل ښار له بيلابيلو سيمو څخه ٤٦ تنه روږدي کسان نيولي او ددرملنې لپاره يې کمپ اميد روغتيايي مرکز ته ليږدولي دي .
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي وو، چې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې ده.
https://avapress.net/vdcfvxdmtw6dxva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته