کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۳۲ روږدو کسانو درملنه

24 عقرب 1403 ساعت 20:42

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له روغتیايي مرکزونو څخه د ۱۳۲ روږدو کسانو د درملنې او خپلو کورنیو ته د ستنیدو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتی عبدالمتین قانع اعلان کړی چې ۱۳۲ معتادین چې پخوا له مرکز او ولایتونو څخه راټول شوی وو، د معتادینو د درملنې او مسلکی زده کړو څخه برخمن شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: دغه راز پوليسو دکابل ښار له بيلابيلو سيمو څخه ٤٦ تنه روږدي کسان نيولي او ددرملنې لپاره يې کمپ اميد روغتيايي مرکز ته ليږدولي دي .
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي وو، چې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې ده.


د مطلب کود: 300665

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300665/د-۱۳۲-روږدو-کسانو-درملنه

آوا
  https://www.avapress.net