افغان غږ خبری آژانس: تیره شپه المیادین ټلویزیون د بیروت په مار الیاس سیمه کې د اشغالګرو پوځ د هوایی برید خبر ورکړی.
د دغه رپوټ له مخې د صهیونیسټی رژیم په دغه حمله کښې د بیروت په «مار الیاس» سیمه کښې یوه ودانۍ او یو موټر په نښه شول چې د لبنان د عامې روغتیا د وزارت په وینا تر اوسه یې لږ تر لږه دوه تنه شهیدان او ۲۲ نور ژوبل کړی دی.
همدارنګه د لبنان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د بیروت په راس النبا سیمه باندې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه ۴ تنه شهیدان او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.