افغان غږ خبری آژانس - کابل: «په افغانستان کې د ټاپي پروژې اقتصادي اهمیت» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار د سه شنبه په ورځ، د لړم ۲۲مه، د اقتصاد وزارت د ویاند، د خاتم النبیین (ص) پوهنتون د استادانو او لسګونو محصلینو په حضور کې د کابل په خاتم النبیین (ص) پوهنتون کې ترسره شوه.
په دغه علمي غونډه کښې د خاتم النبیین (ص) د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي غړي غلام رضا رسولي کمالي څرګنده کړه چې خدای تعالی خپلو بندګانو ته په ځمکه د جوړولو امر کړی دی او ویې ویل: لویدیځ پوهان په دې باور دي چې ځمکه او د هغې سرچینې د انسان نسل لپاره کافي ندي.
هغه همدا راز زیاته کړه چې الله تعالی د نړۍ مخلوقات په توازن او پیمانه پیدا کړي دي او بې له شکه کله چې انساني نفوس په ځمکه باندې ډېر شي، نو په هماغه اندازې سره د انسانانو د اړتیاوې په بنسټ د ژوند سرچينې به هم دېر شي.
د پوهنتون دغه استاد د هېواد طبيعي زېرمو ته په اشارې سره وويل: افغانستان د نړۍ يو له بډايه هېوادونو څخه دى.
د ده په خبره، افغانستان یوه خزانه ده چې موږ پرې ویده یو، خو ګټه ترې نه اخلو.
د خاتم النبیین (ص) د پوهنځي دغه استاد د هیواد د اقتصادي پرمختګ د هیله مندۍ په څرګندولو سره وویل: هیله لرو چې په دې هیواد کې جګړه ختمه شي او مسلمانان خپل وروڼه ونه وژني.
هغه د ټاپي پروژه د هېواد يوه له مهمو اقتصادي پروژو څخه وبلله او د دې پروژې د پیل تاریخ ته په اشارې سره، زیاته کړه: په ۱۹۹۷ کال کې د اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې له ترکمنستان سره د دې پروژې په اړه لومړني بحثونه وشول چې په ۲۰۱۰ کې، دا بحث بیا پیل شو او هند په کې شامل شو.
هغه په دې خبرې سره چې اقتصادي ګټې اوږدمهاله دښمنان سره متحد کوي، وویل: هند د ټاپي په پروژه کې له پاکستان سره دوستي وکړه.
ښاغلي رسولي کمالي همداراز د ټاپي پروژې د کار جریان ته په اشارې سره زیاته کړه: موږ هیله لرو چې د دې پروژې وروستی پړاو ډیر ژر وګورو.
هغه په دې خبرې سره چې د ټاپي پروژه یوه هراړخيزه پروژه ده چې پکې د ګاز پایپ، د اورګاډي کرښه، د بریښنا مزي او نوري فایبر شامل دي، ووتل: دا پروژه زموږ له هیواد څخه پاکستان او له هغه ځایه هند ته ځي.
د اقتصادي چارو دغه کارپوه د هېواد لپاره د دغې پروژې ګټو ته په اشارې سره زياته کړه چې د دې پروژې اضافي لګښت ۲۲ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
د هغه په وینا، هغه ننګونې چې له څو کلونو راهیسې د ټاپي پروژې په عملي لاره کې شتون لري جګړه او ناامني، په حکومتونو کې بدلونونه، د نړیوالې ټولنې لخوا د اوسني حکومت نه پیژندل، د داخلي زیربناوو کمزوری او د داخلي افرادو کمښت، د پاکستان او افغانستان تر منځ اختلافات او همدارنګه د هند او پاکستان تر منځ اختلافات دي.
په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب د دغه سیمینار له جوړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: د ټاپي پروژه د هېواد په اقتصادي ثبات کې ډېره مهمه ده.
هغه په دې خبرې سره چې د هر هېواد د پرمختګ لپاره د بنسټيزو تاسيساتو جوړول يې لومړيتوب دى، زياته کړه: د زېربناوو جوړول د هېواد د ټولو اقتصادي اړخونو د ودې لامل کېږي.
د اقتصاد وزارت ویاند اقتصادي اهمیت، د پروګرامونو مدیریت او عملي کول د هېواد د ادارې له مهمو مسایلو څخه وبلل او ویې ویل: ټرانزیټي لارې او همداراز ټرانسپورټي لارې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي.