دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 301180
په تېره یوه میاشت کې په هېواد کې د ریل پټلۍ له لارې له ۴۵۰ زره ټنو څخه ډېر مالونه لېږدول شوي دي
د ټولګټو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۴۵۲ زره مټریک ټنه سوداګریز توکي د اورګاډي پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ټولګټو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، د چنګاښ ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان کال د چنګاښ میاشتې له لومړۍ څخه تر پایه ۱۴۰۳ لکه ۴۵۲ زره او ۳۱ میټریک ټنه په هیواد کې د ریل پټلۍ له لارې لیږدول شوي
په خبرپاڼه کې راغلي چې "د ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د کچې په لوړولو سره به زیات کاري فرصتونه برابر شي او هم به د ملي عوایدو کچه لوړه شي چې د هېواد د اقتصادي ثبات، پرمختګ او پر ځان بسیاینې لار ده".
دغه وزارت د هېواد له سوداګرو وغوښتل چې د اورګاډي کرښې له لارې خپل سوداګریز ملکیتونه په چټکۍ او خوندي توګه انتقال کړي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې د اورګاډي پټلۍ له لارې د سوداګريزو ملکيتونو لېږد رالېږد ډېر شوى، چې د اقتصادي کارپوهانو په وينا دغه پلان د هېواد د اقتصاد د ودې او ودې لپاره مهم دى.
https://avapress.net/vdcivzaput1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته