دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 301182
د تبیان مرکز د علماوو د څانګې مشر:

نړيواله ټولنه بايد اسلامي امارت په رسميت وپيژني

نړيواله ټولنه بايد اسلامي امارت په رسميت وپيژني
د تبیان د ټولنیزو فرهنګي فعالیتونو د مرکز د مرکزي دفتر د علماوو د څانګې مشر په کابل کې د "افغانستان او ملي او نړیوال پرمختګونه، ننګونې او حل لارې" تر عنوان لاندې په تحلیلي غونډه کې په هېواد کې د ټولیز امنیت او له ترهګرو ډلو سره د حکومت د جدي مبارزې په اړه د خوښي د څرګندولو سره وويل چې نړيواله ټولنه بايد اسلامي امارت ژر تر ژره په رسميت وپېژني.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تبیان د ټولنیزو فرهنګي فعالیتونو د مرکز د مرکزي دفتر په هڅو، د "افغانستان او ملي او نړیوال پرمختګونه، ننګونې او حل لارې" تر عنوان لاندې يوه تحلیلي غونډه د هېواد د علماوو، دیني عالمانو، فرهنګي او سیاسي شخصیتونو، د دیني مدړسو او پوهنتونونو استادان او د ژوند د بیلابیلو څانګو څخه په لسګونو خلک، د نارینه او ښځو او د دغه سازمان د لوړپورو غړو په ګډون سره د مرغومې اوومه په بیت الشهداء کې ترسره شوه.

د تبیان د ټولنیزو فرهنګی فعالیتونو مرکز د مرکزی دفتر د علماوو د څانګې مسؤل، حجت الاسلام سید عبدالعظیم علوی د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په هیواد کې یو له مهمو ننګونو څخه د سیاسي او ټولنیزې اجماع نشتوالی دی او دوهمه ننګونه د اقتصاد مسله ده.

هغه زیاته کړه چې په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د يو شمېر بنسټيزو پروژو کار پيل شوى دى خو خلک لا هم په اقتصادي ګډوډۍ کې دي.

د تبیان د ټولنیزو فرهنګی فعالیتونو مرکز د مرکزی دفتر د علماوو د څانګې مسؤل، هغه له اسلامي امارت وغوښتل په هیواد کې د پانګې اچونې د راجلبولو لپاره ډیرې هڅې وکړي او د فابریکو په جوړولو سره د بیکارۍ کچه راټیټه کړي.

هغه په هېواد کې د ټولیز امنیت او له ترهګرو ډلو سره د حکومت د جدي مبارزې په اړه د خوښي د څرګندولو سره وويل چې، نړيواله ټولنه بايد اسلامي امارت ژر تر ژره په رسميت وپېژني.

حجت الاسلام سید عبدالعظیم علوی همدارنګ له اسلامی اصولو او شریعت سره سم له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د تعلقاتو په پراختیا باندې ټينګار وکړ او وویل چې په حکومتی ادارو کې د ځوانانو شتون ډیر احساس کېږي.

هغه همدارنګه وويل چې اسلامي امارت باید د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د فرهنګي اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وکړي او بورسونو ته د ځوانانو لیږلو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړي.
https://avapress.net/vdcaa6neu49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته