دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 301114
د کانونو او پټرولیم وزارت په بدخشان کې د سرو زرو دوه لوی کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړل
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په راغستان او بدخشان ولسوالیو کې یې د سرو زرو دوه لوی کانونه داوطلبۍ ته سپارلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه کار موخه د کانونو د استخراج قانوني کول او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذبول دي.
د يادونې وړ ده، چې د راغستان ولسوالۍ د وكادور كان د څلويښت كيلومتره مربع مساحت په لرلو او په شهر بوزور كې د چهلكان كان د ۷۲ كيلومتره مربع مساحت په لرلو سره د دغه ولايت د سرو زرو له سترو کانونو څخه دي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د هیواد ډیری کانونه سروې، ارزونې او داوطلبۍ ته سپارل شوي او د ځینو کانونو د استخراج لړۍ هم پیل شوې ده.
https://avapress.net/vdcfyydmjw6dxya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته