دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 301146
د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ۹۰۰ میلیونو ډالرو سوداګریزې راکړې ورکړې
د ازبکستان دولتي رسنیو اعلان کړی، چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې به له افغانستان سره د دغه هېواد د سوداګرۍ ارزښت نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ازبکستان دولتي رسنیو د حکومتي سرچینو په حواله دغه احصایې خپرې کړي دي.

دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه او قرغزستان په دې لسو میاشتو کې د ازبکستان تر ټولو مهم سوداګریز شریکان وو.

د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې له ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره جدي هڅې کړي دي.

څه موده وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه کې د افغاني محصولاتو څو ورځنی نندارتون جوړ شو.
https://avapress.net/vdcay6nei49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته