د ازبکستان دولتي رسنیو اعلان کړی، چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې به له افغانستان سره د دغه هېواد د سوداګرۍ ارزښت نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.
د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ۹۰۰ میلیونو ډالرو سوداګریزې راکړې ورکړې
4 قوس 1403 ساعت 12:03
د ازبکستان دولتي رسنیو اعلان کړی، چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې به له افغانستان سره د دغه هېواد د سوداګرۍ ارزښت نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.
آوا - کابل: د ازبکستان دولتي رسنیو د حکومتي سرچینو په حواله دغه احصایې خپرې کړي دي.
دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې روسیه، چین، قزاقستان، ترکیه، افغانستان، فرانسه او قرغزستان په دې لسو میاشتو کې د ازبکستان تر ټولو مهم سوداګریز شریکان وو.
د یادولو وړ ده چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې له ازبکستان سره د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره جدي هڅې کړي دي.
څه موده وړاندې د ازبکستان په پلازمېنه کې د افغاني محصولاتو څو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د مطلب کود: 301146