افغان غږ خبری آژانس: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په تورخم کې د ټرافیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او پاکستان د سرحدي چارواکو ترمنځ د یوې غونډې د جوړولو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې په دې کتنه کې د تورخم کمیشنر عبدالجبار حکمت له پاکستاني پلاوي وغوښتل چې د مسافرو او ناروغانو ستونزو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست سرحدي قوماندان بخت جمال ګوهر هم د مهاجرينو د ستونزو او د اسلام او د هيوادونو د قوانينو په رڼا کې د هغوی د حقونو په اړه خبرې وکړې.