دخپریدو نیټه :شنبه ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 301082
د چابهار بندر کاري ډلې دریمه ناسته؛ د افغانستان په اقتصادي وده کې د دغه بندر پر رول ټینګار 
رسنیو خبر ورکړی، چې د چابهار بندر د کاري ډلې په درېیمه ناسته کې چې په هند کې ترسره شوه، د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې د دغه بندر پر اهمیت ټینګار وشو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د چابهار بندر د کاري ډلې په درېیمه ناسته کې د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې د دغه بندر پر اهمیت خبرې وشوې. ټینګار شوی دی.
ویل شوي، چې دغه غونډه په هند کې جوړه شوې وه او د هند، ایران، ازبکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې استازو پکې ګډون کړی و.
دغه راز ویل شوي، چې د غونډې په مهمو موضوعاتو کې منځنۍ اسیا ته د بدیل سوداګریزې لارې رامنځته کول او د چابهار بندر له لارې د سیمه ییزو اتصالونو پیاوړي کول شامل دي.
دا د چابهار بندر د کاري ډلې دریمه ناسته ده چې تر اوسه ترسره کیږي.
باید وویل شي، چې چابهار بندر د کراچۍ بندر د بدیل په توګه حیاتي ارزښت لري، چې تل یې سوداګرو ته ګڼې ستونزې او د ملکیتونو ترانزیتي ستونزې را ولاړې کړي دي.
https://avapress.net/vdcjovet8uqeyyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته