افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (شنبه) د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوکسیایونګ سره په کابل کې د دغه هیواد له سفیر ښاغلي یوزیونګ سره وکتل.
د چین ځانګړي استازي په دغه کتنه کې پاکستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د اقتصاد د پیاوړتیا، د اړیکو د پراخولو او د همکاریو د زیاتولو په برخه کې کار کوي.
هغه زیاته کړه: چین په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د دریځ ملاتړ کوي او له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراختیا او دوام ته لېواله دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چین ځانګړي استازي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو پر ښه والي او د تفاهم پر رامنځته کولو د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوشیونګ همدا راز زیاته کړې، چې دغه هېواد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ارزښتونو او خپلواکۍ ته درناوی لري او هڅه کوي، چې په افغانستان کې د پانګونې په پراخولو سره د خپلو اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې ونډه واخلي.
له بلې خوا ويل شوي دي چې مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې د چين له ځانګړي استازي څخه مننه وکړه او ويې ويل چې افغانستان له چين سره ښې اړيکې لري او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ زياتې شوې دي. وده کوي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت خپلو ټولو ګاونډیانو او نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ نه پېښوي او په تېرو درېیو کلونو کې یې خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړې ده.
مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه: افغانستان له جنګونو راوتلی دی او د ملي اقتصاد د احیا او د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا هڅه کوي.