افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په ملتیا د افغانستان او ازبکستان د ازاد تجارت له ګډ بازار څخه لیدنه وکړه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن اعلان وکړ چې الحاج عزیزي د دغه سفر په ترڅ کې له افغان او ازبک سوداګرو او د ګډ بازار له مسوولینو سره وکتل او د هغو مهمو مسایلو په اړه یې د نظر تبادله وکړه چې د دواړو هېوادونو فوري پاملرنې ته اړتیا لري.
عزيزي د سوداګريزو همکاريو پر پياوړتيا او شته ننګونو باندې د ټينګار تر څنګ افغان او ازبک سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى اندېښنو ته به لومړيتوب ورکړل شي او ورته به رسيدګي وشي.
د کارپوهانو په اند د ګډ بازار رامنځته کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره يو مثبت ګام ګڼل کېږي.
د دوی په وینا، دغه مارکیټ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د ټینګښت نقطه ګڼل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د حجم له زیاتوالي سره مرسته کولی شي.
همدارنګه د هېواد اوسېدونکو هم د دغه فرصت هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ازبکستان د ترمز ښار ته له ویزې پرته سفر کول او له دغه مارکېټ څخه پېرېدل د دوی لپاره یوه نوې تجربه وه.
دا اسانتیا د هیواد اتباعو ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره د ازبکستان له بازارونو څخه د اړتیا وړ محصولات واخلي او د توکو په انتخاب کې د ډیری ډولونو څخه ګټه پورته کړي.