دخپریدو نیټه :شنبه ۳ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 301067
الجزیره: د صهیونیسټ رژيم د یو شمیر نورو چارواکو د نیولو د نړیوال حکم د صادریدو امکان شته
الجزیرې د حقوقي کارپوهانو په حواله د نړیوالې جنایي محکمې له خوا د صهیونیسټي رژیم د نورو چارواکو د نیولو د حکم د صادریدو د احتمال خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس): د الجزیرې ویب پاڼې په یوه راپور کې لیکلي: د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د بنیامین نتانیاهو او یوف ګالنټ د نیولو حکم صادرول د غبرګونونو څپې راپارولي دي. په داسې حال کې چې ډېرو هېوادونو په تېره بيا لويديځو حکومتونو دغو هېوادونو ته د يادو شويو کسانو د ننوتو په صورت کې د دغو سزاګانو د عملي کولو لپاره چمتووالى ښودلى، خو امريکا لکه څنګه چې تمه کېده، خپل سخت مخالفت څرګند کړى دى.

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان د صهیونیسټ رژیم د نورو پوځی او سیاسی شخصیتونو د نیولو د حکم د شتون په هکله چې تراوسه د نړیوالې جنایی محکمې له خوا نه دی اعلان شوی، خبرې کوی.

په دې اړه د لندن په پوهنتون کې د نړیوالو حقوقو استاد پروفیسور ویلیم شاباس ټینګار وکړ چې د جرمونو نړیواله محکمه د یو شمیر نورو کسانو د نیولو امر صادروی.

د حقوقي چارو کارپوه، مراري هم ټینګار وکړ چې دا تقریبا یقیني ده چې د نورو پټو توقیفونو امر صادر شوی دی. دغه حکمونه دصهیونیسټ رژیم دسیاسی او پوځی شخصیتونو او په هغو کښې د مالیې د وزیر او د داخلی امنیت د وزیر اتمار بن ګور په خلاف صادر شوی دی .
https://avapress.net/vdccesq1m2bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته