افغان غږ خبری آژانس: د امریکا دفاع وزارت پنټاګون اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۱۸ څخه د نومبر تر ۲۱ نیټې پورې په منځنی ختیځ سیمه کې پر امریکایی ځواکونو ۲۰۶ بریدونه شوی دی.
د المیادین د راپور له مخې، دغه وزارت اعلان کړی چې پر امریکایی ځواکونو بریدونه په لاندې ډول دی: په عراق کې ۷۹ بریدونه، په سوریه کې ۱۲۵ بریدونه او په اردن کې ۲ بریدونه.
په همدې حال کې په سوریه کې د امریکا پر اډو په وروستیو ورځو کې پرله پسې بریدونه شوي چې تر ټولو وروستی یې د سوریې په ختیځ کې د دیرالزور په څنډه کې د کونیکو د ګازو په ډګر کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیو برید و.
بايد يادونه وشي چې په غزې او لبنان باندې دصهيونيسټ رژيم له وحشيانه بريدونو او له دغه رژيم څخه دامريكا په ملاتړ په سيمه كښې دامريكا دپوځيانو د بريدونو اندازه او شدت زيات شوي دي .