افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د روغتیا وزارت د شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د جمعې په ورځ د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۵ تنه شهیدان او ۵۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې شهادت سره د ټولو شهیدانو شمېر ۳۶۷۰ او د ټپیانو شمېر ۱۵۴۱۳ ته ورسېد.
د دغه وزارت په وینا، د بیروت په «البسطه» سیمه باندې د نیواکګرو پوځ په سخت هوایی برید کې، چې د راکټ غورځونکو بمونو په وسیله هم ترسره شوی وو؛ وژل شوی دی. تر اوسه ۲۰ تنه شهیدان او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.
د اسرائیلي پوځ سختو او ورځنيو هوايي بریدونو د ځاني او مالي زیانونو سربیره په سلګونو زره کسان بې کوره کړي دي.
په دې اړه د لبنان د حکومت د بیړنیو چارو کمیټې په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د مهاجرینو په ۱۱۷۷ مرکزونو کې ۱۲۳۷۸۹۲ کسان ژوند کوي. د لبنان د روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په همکارۍ، د مهاجرینو ترمنځ د انفلونزا پراخه واکسین ترسره کوي.
په لبنان کې جګړه هم د کډوالو د پدیدې لامل شوې ده. د دغه راپور له مخې، ۳۹۰ زره ۶۵۶ سوریایی اتباعو او ۲۳۴۲۴۲ لبنانیانو په سوریه کې پناه اخیستې ده.
په ورته وخت کې د بهرنیو بشري مرستو د لېږدولو الوتکې هم د بیروت په رفیق حریري هوايي ډګر کې ښکته کېږي. په تیرو څو ورځو کې د ایټالیا، روسیې، متحده عربي اماراتو او کویټ څخه کارګو الوتکو په سلګونو ټنه دولتي مرستې لبنان ته لیږلي دي.