دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۷
د مطلب کود : 301154
په کابل کې له معیاري موټرو سره د لسو ټکسي شرکتونو فعالیت پیل شو
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، په کابل کې لس ټکسي شرکتونه چې مسافر وړونکي وسایط یې د ترانسپورت له اصولو سره برابر دي، فعالیت پیل کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د قوس ۴مه) اعلان وکړ چې په کابل ښار کې لس ټکسي شرکتونه په فعالیت پیل کوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټکسي شرکتونو د دغه وزارت د نوې کړنلارې له مخې په فعالیت پیل کړی او د دوی ټول وسایط د ترانسپورت له اصولو سره برابر دي.
د ترانسپورت وزارت وايي، دغه شرکتونه د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم د تیز رفتار مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي.
https://avapress.net/vdcjivetxuqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته