دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 301161
په هرات ولایت کې د پاشدان د اوبو بند ۸۰ سلنه بشپړ شو
د اسلامي امارت د انرژی او اوبو وزارت په هرات ولایت کې د پاشدان د څرخيدونکي بند د کار دوام اعلان کړ او ویې ویل چې د دغه بند د جوړولو کار ۸۰ سلنه بشپړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: یاد وزارت د شنبې په ورځ (د قوس ۳ مه) وویل: په هرات ولایت کې د پاشدان بند چې د انرژۍ او اوبو وزارت یوه له سترو پروژو څخه ده، اوس مهال په بېلابېلو برخو کې یې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې نور به یې هم ژر پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغه بند د جوړېدو په بشپړېدو سره به د دغه بند ۵۴ متره مکعبه اوبه زېرمه شي، دوه مېګاواټه برېښنا به تولید او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
د هرات په کرخ ولسوالۍ کې د اوبو د دغه بند د جوړولو چارې په ۲۰۱۳ کال کې د افغانستان د پخواني حکومت له پراختیايي بودجې څخه د ۱۱۷ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې او ټاکل شوې وه چې په درېیو کلونو کې بشپړې شي، خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې چارې په ټپه ولاړې دي. کار په وروستیو کلونو کې ودرول شو.
د اوبو دغه بند له سلما وروسته په هرات کې د اوبو دویم بند دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې په ځانګړې توګه د برېښنا د مزي د جوړولو په برخه کې کمه پانګونه شوې ده.
https://avapress.net/vdch-znxz23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته