افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوهنې وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د قوس ۴ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په لوګر ولایت کې د دریو ښوونځیو د بیارغونې خبر ورکړ.
دغه وزارت وايي، چې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د بي بي آمنه، شورا سنګ او حاجيانو ښوونځي د یوه ښوونیز ملاتړ موسسې په مرسته د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو له خوا رغول شوي او بېرته پرانیستل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده شوې پروژه کې د ښوونځيو د ودانيو ترميم، د لمريزې برېښنا د سيسټم نصب، د اوبو رسولو د شبکې غځول او نور اړين کارونه شامل دي، چې ټولټال لګښت يې ١٢٣٠٠ زره افغانۍ دى.
دغه خبرپاڼه خبر ورکوي، چې د يادو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د پوهنې مسوولينو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دغه وزارت ژمن دى، چې د هېواد د ماشومانو لپاره د متوازنې زده کړې زمينه برابره کړي.
بل خوا د يادو سيمو يو شمېر اوسېدونکو د پوهنې له وزارت څخه د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړو د اسانتياوو د برابرولو له امله مننه وکړه او په دې برخه کې يې د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.