افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیزه پنځوس اوریزو سیالیو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د اماراتو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۹ منډې هدف وټاکه او افغانستان دغه هدف په ۲۱.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
دا د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د سیالیو په لړ کې دریمه بریا ده.
افغانستان به د سه شنبې په ورځ په پای لوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي.