د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په دوبۍ کې د درې اړخیزه پنځوس اوریزو سیالیو په لړ کې په ۸ منډو ماتې ورکړه.
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه
4 قوس 1403 ساعت 15:44
د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په دوبۍ کې د درې اړخیزه پنځوس اوریزو سیالیو په لړ کې په ۸ منډو ماتې ورکړه.
آوا: د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې په دوبۍ کې د درې اړخیزه پنځوس اوریزو سیالیو په لړ کې متحده عربي اماراتو ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې د اماراتو لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۹ منډې هدف وټاکه او افغانستان دغه هدف په ۲۱.۲ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
دا د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د سیالیو په لړ کې دریمه بریا ده.
افغانستان به د سه شنبې په ورځ په پای لوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي.
د مطلب کود: 301170