دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 301119
د کانونو وزارت د لوګر د عینک د مسو پروژې د عملي کار د چټکتیا غوښتنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د عینک د مسو د قراردادي شرکت "MCCT" له مشر سره په کتنه کې د دې پروژې د عملي کارونو پر پیل ټینګار وکړ او د کار د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د لوګر د عینک د قراردادی شرکت "MCCT" له مشر لیو جون سره وکتل. 

د قراردادي شرکت مشر ملا بدري سره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د عینک د مسو د پروژې د تولید او پراختیا د پلانونو د پیل ډاډ یې ورکړ.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د عینک د مسو کان د عملي فعالیتونو پر چټکتیا او پیل د ټینګار په ترڅ کې خپل نظر څرګند کړ او د یادې پروژې د عملي فعالیتونو د چټکتیا او پیل په برخه کې یې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې په لوګر ولايت کې د عينکو د مسو د استخراج پروژه د هېواد له سترو پروژو څخه ګڼل کېږي.
https://avapress.net/vdca66neo49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته