دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 301138
له صهیونیسټي پوځ سره د حزب الله د نښتو دوام
د لبنان حزب الله نن سهار (یکشنبه) اعلان وکړ چې په تیرو دوو عملیاتو کښې یې د صهیونیسټانو یو مرکز او د صهیونیسټی پوځیانو د شتون ځایونه په نښه کړل او نښتې اوس هم دوام لری.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د دغه غورځنګ مجاهدینو د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه د البیاضة ښار په شمال ختیځ کښې د صهیونیسټی پوځیانو د غونډې په ځای حمله وکړه.

د خبر له مخې دغه برید د ماشیندارو او راکټونو په وسیله ترسره شو او نښتې تر دې مهاله دوام لري.

دغه غورځنګ همداشان د نیواک شوي فلسطین په شمال کښې د  آیلت هشاحر په ښارګوټي د خپل توغندیز برید اعلان کړی دی.

د لبنان حزب الله د اسراييلي پوځ د يرغلګرو پر ضد ۳۴ بېلابېل عمليات تر سره کړي دي.
https://avapress.net/vdcbf8bfwrhbg8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته