د لبنان حزب الله نن سهار (یکشنبه) اعلان وکړ چې په تیرو دوو عملیاتو کښې یې د صهیونیسټانو یو مرکز او د صهیونیسټی پوځیانو د شتون ځایونه په نښه کړل او نښتې اوس هم دوام لری.
له صهیونیسټي پوځ سره د حزب الله د نښتو دوام
4 قوس 1403 ساعت 11:45
د لبنان حزب الله نن سهار (یکشنبه) اعلان وکړ چې په تیرو دوو عملیاتو کښې یې د صهیونیسټانو یو مرکز او د صهیونیسټی پوځیانو د شتون ځایونه په نښه کړل او نښتې اوس هم دوام لری.
آوا: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د دغه غورځنګ مجاهدینو د سهار له ۹:۳۰ بجو څخه د البیاضة ښار په شمال ختیځ کښې د صهیونیسټی پوځیانو د غونډې په ځای حمله وکړه.
د خبر له مخې دغه برید د ماشیندارو او راکټونو په وسیله ترسره شو او نښتې تر دې مهاله دوام لري.
دغه غورځنګ همداشان د نیواک شوي فلسطین په شمال کښې د آیلت هشاحر په ښارګوټي د خپل توغندیز برید اعلان کړی دی.
د لبنان حزب الله د اسراييلي پوځ د يرغلګرو پر ضد ۳۴ بېلابېل عمليات تر سره کړي دي.
د مطلب کود: 301138