د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، په کابل کې لس ټکسي شرکتونه چې مسافر وړونکي وسایط یې د ترانسپورت له اصولو سره برابر دي، فعالیت پیل کړی دی.
په کابل کې له معیاري موټرو سره د لسو ټکسي شرکتونو فعالیت پیل شو
4 قوس 1403 ساعت 13:47
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، په کابل کې لس ټکسي شرکتونه چې مسافر وړونکي وسایط یې د ترانسپورت له اصولو سره برابر دي، فعالیت پیل کړی دی.
آوا - کابل: د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د قوس ۴مه) اعلان وکړ چې په کابل ښار کې لس ټکسي شرکتونه په فعالیت پیل کوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټکسي شرکتونو د دغه وزارت د نوې کړنلارې له مخې په فعالیت پیل کړی او د دوی ټول وسایط د ترانسپورت له اصولو سره برابر دي.
د ترانسپورت وزارت وايي، دغه شرکتونه د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم د تیز رفتار مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي.
د مطلب کود: 301154