کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او پاکستان سرحدي چارواکو په تورخم کې سره وکتل

4 قوس 1403 ساعت 10:22

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د هېواد سرحدي چارواکو په تورخم کې د مسافرو د ستونزو د حل په موخه د پاکستان له سرحدي چارواکو سره سلا مشورې کړې دي.


آوا: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په تورخم کې د ټرافیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او پاکستان د سرحدي چارواکو ترمنځ د یوې غونډې د جوړولو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې په دې کتنه کې د تورخم کمیشنر عبدالجبار حکمت له پاکستاني پلاوي وغوښتل چې د مسافرو او ناروغانو ستونزو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست سرحدي قوماندان بخت جمال ګوهر هم د مهاجرينو د ستونزو او د اسلام او د هيوادونو د قوانينو په رڼا کې د هغوی د حقونو په اړه خبرې وکړې.


د مطلب کود: 301115

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301115/د-افغانستان-او-پاکستان-سرحدي-چارواکو-په-تورخم-کې-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.net