کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو او پټرولیم وزارت په بدخشان کې د سرو زرو دوه لوی کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړل

4 قوس 1403 ساعت 10:21

د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په راغستان او بدخشان ولسوالیو کې یې د سرو زرو دوه لوی کانونه داوطلبۍ ته سپارلي دي.


آوا - کابل: د کانونو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه کار موخه د کانونو د استخراج قانوني کول او د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذبول دي.
د يادونې وړ ده، چې د راغستان ولسوالۍ د وكادور كان د څلويښت كيلومتره مربع مساحت په لرلو او په شهر بوزور كې د چهلكان كان د ۷۲ كيلومتره مربع مساحت په لرلو سره د دغه ولايت د سرو زرو له سترو کانونو څخه دي.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د هیواد ډیری کانونه سروې، ارزونې او داوطلبۍ ته سپارل شوي او د ځینو کانونو د استخراج لړۍ هم پیل شوې ده.


د مطلب کود: 301114

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/301114/د-کانونو-او-پټرولیم-وزارت-په-بدخشان-کې-سرو-زرو-دوه-لوی-کانونه-داوطلبۍ-ته-وړاندې-کړل

آوا
  https://www.avapress.net