دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 301207
په بادغیس ولایت کې له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې وویشل شوې
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې له وچکالۍ ځپلو زرګونه کورنیو سره خوراکي توکي وېشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د بادغیس ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې له وچکالۍ ځپلو ۹۸۰ کورنیو سره خوراکي توکي وویشل شول.
د دوی په خبره، په مقر، ابکمري او مرغاب ولسوالیو کې هم ورته خوراکي توکي په اړو کورنیو وېشل شوي دي.
دوی وايي، په دې مرستو کې پنځه خوراکي توکي شامل دي، چې په کې یوه ۴۹ کیلو بورۍ اوړه، پنځه لیتره غوړي، دوه کیلو لوبیا، دوه کیلو دال او ۵۰۰ ګرامه مالګه شامل دي.
د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه خوراکي توکي د بادغیس د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست تر څارنې لاندې د (OCHR) دفتر په همغږي د سروبي وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د مخکیني یادداشت پر بنسټ وېشل شوي دي. د یادو ولسوالیو د استازو په شتون سره.
بادغیس ولایت د هېواد په لوېدیځ کې یو له محرومو ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې د خلکو د پرمختګ او اقتصادي ودې په برخه کې کمه پاملرنه شوې ده.
https://avapress.net/vdciuzapyt1aur2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته