افغان غږ خبری آژانس - کابل: حافظ احمد ضیا تکل د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال؛ له ضمیر کابلوف سره د امیرخان متقي د لیدنې اعلان وکړ.
د هغه په وينا، په دې کتنه کې د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا په ځانګړې توګه د اقتصادي همکاريو، پانګونې او ترانزيت په اړه خبرې وشوې.
ویل کېږي چې په دې کتنه کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې روسیه غواړي له اسلامي امارت سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
د روسيې ځانګړي استازي همداراز وويل، چې هېواد يې غواړي له دې ډلې سره په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي.
ضمیر کابلوف همدا راز زیاته کړې، چې هېواد یې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته واستوي، ترڅو د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړي.
له بلې خوا د هیواد دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اسلامي امارت او روسیې فدراسیون اړیکې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې ددواړو لورو ترمنځ باید داقتصادي او سوداګریزو همکاریو په شمول اړیکې پراخې شي.
نوموړي همدا راز د اسلامي امارت او روسيې ترمنځ د لوړ پوړو پلاويو ناسته هم مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې په تېر کال کې د اسلامي امارت ګڼ شمېر چارواکي روسيې ته دعوت شوي دي.
د یادولو وړ ده چې روسیې پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې د اسلامي امارت نوم به د ترهګرو ډلو له لست څخه لرې کړي.