دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 301204
د هېواد په يو شمېر شمالي ولايتونو کې سېلابونو سخت زيانونه اړولي دي
په بلخ، سمنګان، کندز، بغلان او فاریاب ولایتونو کې سخت باران او سیلابونه د استوګنې د کورونو او کرنیزو ځمکو د ویجاړېدو لامل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د هیواد یو شمیر شمالي ولایتونه د شنبې په ورځ (قوس ۳ مه) د سختو بارانونو او ویجاړونکو سیلابونو شاهدان وو، چې په پایله کې یې د استوګنې لسګونه کورونه ویجاړ او سلګونه جریبه ځمکه له منځه تللې ده. 
د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شولګر ولسوالۍ کې سختو بارانونو او سېلابونو د استوګنې څو کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
له بلې خوا په سمنګان ولايت کې عيني شاهدان وايي چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې د سيلابونو د راوتلو له امله د مزارشريف – کابل لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
د فارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ مسوولينو په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې ددغه ولايت په غند ٣٥ سيمه کې له سيلاب ځپلو سره دمرستو په موخه امنيتي ځواکونه استول شوي او سيلاب ځپلي د پوځي وسايطو په واسطه ژغورل شوي دي .
په همدې حال کې په کندز ولايت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د خپرونو مسوول سيد حميدالله سادات وايي: د دغه ويجاړونکي سيلاب په نتيجه کې د دغه ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې ٩٥ د استوګنې کورونه او په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.
همدارنګه د بغلان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس هدایت همدرد وايي: د دغه ولایت په مرکز او دهنه غوري ولسوالیو کې سختو سېلابونو څه باندې پنځوس د استوګنې کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په پسرلي کې هم فارياب او بغلان ولايتونه د ويجاړو سېلابونو شاهدان وو، چې د استوګنې زرګونه کورونه او زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې ويجاړه کړې وه.
https://avapress.net/vdcfxydmjw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته