دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 301205
د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست له خوا په طبیعت کې د سلګونو وحشي مرغانو خوشې کول
د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست چارواکي وايي، په ښار کې یې له پلورونکو څخه تر ۳۰۰ ډېر وحشي مرغان راټول کړي او په ځنګلونو کې یې خوشې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس حضرت علی ابدالی وایی، په هېواد کې د لوړ پوړو چارواکو د لارښوونې او حکم له مخې به د ټولو هغو کسانو پر وړاندې جدی چلند ترسره شی، چې د مرغانو ښکار کوی. 
ښاغلي ابدالي دغه راز زیاته کړه چې په ځنګلونو کې هر نایاب مرغان ځانګړې ساتنې او پاملرنې ته اړتیا لري او ټول خلک باید د قانون په رعایت کې د چاپېریال ساتنې له ریاست سره همکاري وکړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د وحشي حیواناتو او مرغانو ښکار، ترانسپورت، قاچاق او پېر او پلور منع دی او محاکمه کېږي.
بل خوا د دغه رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي عمومي رييس حميد الهام وايي، چې د هرات د چاپېريال ساتنې ټيم د انجيل ولسوالۍ له امنيه قوماندانۍ سره په همکارۍ د دغه ولايت د جمعې په بازار کې له پلورونکو څخه ٣١٨ وحشي مرغان راټول کړي دي. دغه ولسوالي يې په ځنګله کې خوشې کړه.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې په هرات ولايت کې د غير مسوولو کسانو له خوا د مرغانو او وحشي ځناورو په خپلسري توګه ښکار د وحشي ژوو د له منځه وړلو او د ډېرو وحشي ژوو د له منځه تلو لامل شوى دى.
https://avapress.net/vdcgzq9wnak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته