د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست چارواکي وايي، په ښار کې یې له پلورونکو څخه تر ۳۰۰ ډېر وحشي مرغان راټول کړي او په ځنګلونو کې یې خوشې کړي دي.
د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست له خوا په طبیعت کې د سلګونو وحشي مرغانو خوشې کول
5 قوس 1403 ساعت 10:16
د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست چارواکي وايي، په ښار کې یې له پلورونکو څخه تر ۳۰۰ ډېر وحشي مرغان راټول کړي او په ځنګلونو کې یې خوشې کړي دي.
آوا: د هرات ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس حضرت علی ابدالی وایی، په هېواد کې د لوړ پوړو چارواکو د لارښوونې او حکم له مخې به د ټولو هغو کسانو پر وړاندې جدی چلند ترسره شی، چې د مرغانو ښکار کوی.
ښاغلي ابدالي دغه راز زیاته کړه چې په ځنګلونو کې هر نایاب مرغان ځانګړې ساتنې او پاملرنې ته اړتیا لري او ټول خلک باید د قانون په رعایت کې د چاپېریال ساتنې له ریاست سره همکاري وکړي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د وحشي حیواناتو او مرغانو ښکار، ترانسپورت، قاچاق او پېر او پلور منع دی او محاکمه کېږي.
بل خوا د دغه رياست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي عمومي رييس حميد الهام وايي، چې د هرات د چاپېريال ساتنې ټيم د انجيل ولسوالۍ له امنيه قوماندانۍ سره په همکارۍ د دغه ولايت د جمعې په بازار کې له پلورونکو څخه ٣١٨ وحشي مرغان راټول کړي دي. دغه ولسوالي يې په ځنګله کې خوشې کړه.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې په هرات ولايت کې د غير مسوولو کسانو له خوا د مرغانو او وحشي ځناورو په خپلسري توګه ښکار د وحشي ژوو د له منځه وړلو او د ډېرو وحشي ژوو د له منځه تلو لامل شوى دى.
د مطلب کود: 301205