د بامیان د کرنې ریاست د همکارو بنسټونو په مرسته د روان کال له پیله تر اوسه د دغه ولایت څه باندې ۱۱ زره کروندګرو ته څه باندې ۵۸۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ودې په موخه څه باندې ۵۸۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه له ۱۱ زرو څخه زیاتو بزګرانو ته ویشل شوي دي. . د دوی په خبره، د غنمو د اصلاح شویو تخمونو تر څنګ سلګونه مټریک ټنه کیمیاوي سرې هم پر بزګرانو وېشل شوې دي.