دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 301203
د هرات په کانونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده
د هرات د کانونو او پټروليم رياست چارواکي وايي، چې اوسمهال د دغه ولايت سلګونه اوسېدونکي د هرات په کانونو کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي او له دې لارې خپل ژوند تېروي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات د کانونو او پټرولیم ریاست سرپرست نصیر احمد ناصر وايي، اوسمهال د هرات ولایت شاوخوا ۱۵۰۰ تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د دغه ولایت په کانونو کې په کار بوخت دي.
د هغه په ​​وينا، په دغه ولايت کې د جپسم، مرمر او ځينو نورو ودانيزو توکو د استخراج چارې روانې دي.
ښاغلي ناصري زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د هرات د اوسپنې د کانونو د ۵ بلاکونو د اکتشاف چارې هم قرارداد شوې او د کانونو د استخراج د بهیر په پیلېدو سره به د کانونو په برخه کې زیات کسان په کار وګمارل شي.
په همدې حال کې د هرات ښاریان له چارواکو غوښتنه کوي چې ځوانانو ته دې د کار زمینه برابره کړي څو په هېواد کې دننه د خپل ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره زمینه برابره کړي، څو دوی نورو هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ نه شي.
هرات ولایت د هېواد یو له هغو اقتصادي ولایتونو څخه دی، چې د کانونو استخراج یې زرګونه کسانو ته کاري فرصتونه برابروي.
https://avapress.net/vdce7z8xxjh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته