د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې له وچکالۍ ځپلو زرګونه کورنیو سره خوراکي توکي وېشل شوي دي.
په بادغیس ولایت کې له زرګونو اړو کورنیو سره مرستې وویشل شوې
5 قوس 1403 ساعت 10:17
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې له وچکالۍ ځپلو زرګونه کورنیو سره خوراکي توکي وېشل شوي دي.
آوا - هرات: د بادغیس ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې له وچکالۍ ځپلو ۹۸۰ کورنیو سره خوراکي توکي وویشل شول.
د دوی په خبره، په مقر، ابکمري او مرغاب ولسوالیو کې هم ورته خوراکي توکي په اړو کورنیو وېشل شوي دي.
دوی وايي، په دې مرستو کې پنځه خوراکي توکي شامل دي، چې په کې یوه ۴۹ کیلو بورۍ اوړه، پنځه لیتره غوړي، دوه کیلو لوبیا، دوه کیلو دال او ۵۰۰ ګرامه مالګه شامل دي.
د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه خوراکي توکي د بادغیس د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست تر څارنې لاندې د (OCHR) دفتر په همغږي د سروبي وچکالۍ ځپلو کورنیو ته د مخکیني یادداشت پر بنسټ وېشل شوي دي. د یادو ولسوالیو د استازو په شتون سره.
بادغیس ولایت د هېواد په لوېدیځ کې یو له محرومو ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې د خلکو د پرمختګ او اقتصادي ودې په برخه کې کمه پاملرنه شوې ده.
د مطلب کود: 301207