دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 301240
په بدخشان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول
د کورنیو چارو وزارت وايي، د فیض اباد – بهارک پر لویه لار د یوه کرولا موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه سپرلۍ په سمندر کې ډوب شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په اړه خبر ورکړی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د فیض اباد – بهارک پر لویه لار د یوه موټر د چپه کېدو له امله شپږ تنه وژل شوي دي.
همدا راز د بدخشان پولیس وايي، دغه موټر د کوکچې په سمندر کې لوېدلی او سپاره کسان یې هم ډوب شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې په بدخشان کې هم ورته پېښې د يو تن ژوند اخيستى و.
https://avapress.net/vdcfjydmxw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته