افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د یوه بند د جوړولو او د کار د پیل خبر ورکړی دی.
وزارت زیاتوي، چې دغه پوسته د پنځه میلیونه ۷۰۵ زره ۶۷۵ افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د اسلامي امارت له بودجې څخه ورکړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه د چک بند ۴۲،۵ متره اوږدوالی، ۷ متره لوړوالی او ۵۰ متره اوږد محافظتي دېوال لري، چې د ۵۵ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او ۲۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
د ساختماني چارو د کارپوهانو په وینا، دا ډول بندونه د اوبو د ذخیره کولو او په کرنه کې د کارولو او همدارنګه د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو د مخنیوي لپاره ګټور او اغېزمن تمامیدای شي.