دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 300639
د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو د احتمال په اړه د هوا پېژندنې خبرداری
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سبا (جمعه د سلواغې ۲۵مه) په بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشیر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، اروزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې د ورښت امکان شته.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په لوړو سيمو او سړو سيمو کې د واورې ورېدو امکان شته.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اورښت اندازه به د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې له (۱۵ تر ۳۰) ملي مترو پورې وي.
دې ادارې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې د سختو بارانونو له امله راوتلي سېلابونه تل د سلګونو کسانو د وژل کېدو او ستر مالي زيانونو لامل شوي دي.
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې افغانستان د اقلیم د بحران له امله په نړۍ کې شپږم زیان منونکی هېواد دی او د سېلابونو د مخنیوي او د خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې د افغانستان په لوړ خطر کې پانګونه کوي.
https://avapress.net/vdcgwz9wyak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته