کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو د احتمال په اړه د هوا پېژندنې خبرداری

24 عقرب 1403 ساعت 16:09

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


آوا - کابل: د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سبا (جمعه د سلواغې ۲۵مه) په بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشیر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، اروزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې د ورښت امکان شته.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په لوړو سيمو او سړو سيمو کې د واورې ورېدو امکان شته.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اورښت اندازه به د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې له (۱۵ تر ۳۰) ملي مترو پورې وي.
دې ادارې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې د سختو بارانونو له امله راوتلي سېلابونه تل د سلګونو کسانو د وژل کېدو او ستر مالي زيانونو لامل شوي دي.
تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې اعلان کړی و چې افغانستان د اقلیم د بحران له امله په نړۍ کې شپږم زیان منونکی هېواد دی او د سېلابونو د مخنیوي او د خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې د افغانستان په لوړ خطر کې پانګونه کوي.


د مطلب کود: 300639

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300639/د-هېواد-په-۲۳-ولایتونو-کې-سختو-بارانونو-او-سېلابونو-راتلو-احتمال-اړه-هوا-پېژندنې-خبرداری

آوا
  https://www.avapress.net