کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

باثباته او سوله ییز افغانستان له پاکستاني چارواکو سره د چین د سفیر د کتنې تمرکز

29 عقرب 1403 ساعت 11:27

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ په اسلام اباد کې له چینايي چارواکو سره د افغانستان پر اړیکو خبرې وکړې او د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره یې د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول ټینګار وکړ.


آوا: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي ینګ د دغه وزارت له مرستیالې آمنه بلوچ او د افغانستان او لویدیځې اسیا د چارو له سرپرست احمد نسیم سره وکتل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لورو له افغانستان سره د اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړه او "د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول یې ټینګار وکړ."
د چین ځانګړي استازي تر اوسه پاکستان ته د خپل سفر او د هغه د موخو په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 300884

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300884/باثباته-او-سوله-ییز-افغانستان-له-پاکستاني-چارواکو-سره-د-چین-سفیر-کتنې-تمرکز

آوا
  https://www.avapress.net