دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 300714
طبي وسایل او امبولانس؛ له افغانستان سره د قطر مرستې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې قطر له دغه وزارت سره د طبي وسایلو او څلور امبولانسونو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د عامې روغتیا وزارت، پرون جمعه، د لړم ۲۵مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرسته د افغانستان لپاره د قطر سفارت د شارژدافیر، مردف القاشوطي له خوا د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال، بخت الرحمن شرافت ته وسپارل شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د قطر په مرستندویه تجهیزاتو کې د داخلي او جراحي څانګو عصري تجهیزات او د "لپروسکوپي" جراحي تجهیزات شامل دي.

بخت الرحمن شرافت وویل: موږ هڅه کوو چې د کورنیو تمویل او نړیوالې همکارۍ له لارې د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو لپاره د عصري او پرمختللي تجهیزاتو په چمتو کولو سره د روغتیایی خدماتو عرضه ښه کړو.

له بلې خوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې هم ویلي: دا مرستې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د قطر د حکومت د قوي ژمنو یوه برخه او د افغانانو د بیړنۍ اړتیاوې د پوره کولو لپاره ده.
https://avapress.net/vdca6wney49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته