کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طبي وسایل او امبولانس؛ له افغانستان سره د قطر مرستې

26 عقرب 1403 ساعت 11:54

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې قطر له دغه وزارت سره د طبي وسایلو او څلور امبولانسونو مرسته کړې ده.


آوا: د عامې روغتیا وزارت، پرون جمعه، د لړم ۲۵مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه مرسته د افغانستان لپاره د قطر سفارت د شارژدافیر، مردف القاشوطي له خوا د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال، بخت الرحمن شرافت ته وسپارل شوه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د قطر په مرستندویه تجهیزاتو کې د داخلي او جراحي څانګو عصري تجهیزات او د "لپروسکوپي" جراحي تجهیزات شامل دي.

بخت الرحمن شرافت وویل: موږ هڅه کوو چې د کورنیو تمویل او نړیوالې همکارۍ له لارې د روغتیایی خدماتو د وړاندې کولو لپاره د عصري او پرمختللي تجهیزاتو په چمتو کولو سره د روغتیایی خدماتو عرضه ښه کړو.

له بلې خوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې هم ویلي: دا مرستې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د قطر د حکومت د قوي ژمنو یوه برخه او د افغانانو د بیړنۍ اړتیاوې د پوره کولو لپاره ده.


د مطلب کود: 300714

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300714/طبي-وسایل-او-امبولانس-له-افغانستان-سره-د-قطر-مرستې

آوا
  https://www.avapress.net