کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې د څه دپاسه څلور ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د زيرمه کولو د جوړولو کار پيل شو

26 عقرب 1403 ساعت 13:09

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د اوبو د ذخیره کولو د جوړولو کار پیل شوی، چې د ۸،۵ زره مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت به جوړ شي.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د عقرب ۲۶ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۴ میلیونه ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو د زیرمو د جوړېدو چارې پیل شوې. 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بند د ۹۵ مترو په اوږدوالي او ۵ متره لوړوالي سره جوړېږي، چې د ۸۵۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه بند کار د انرژۍ او اوبو وزارت په مالي لګښت د هلمند د سمندري حوزې تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې د شپږو اونیو په اوږدو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کارپوهانو له نظره د اوبو ذخیرې د کرنې او تر ځمکې لاندې د اوبو د ذخیره کولو لپاره ګټور تمامیدای شي.


د مطلب کود: 300724

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300724/په-هلمند-کې-د-څه-دپاسه-څلور-ميليونه-افغانيو-لګښت-اوبو-زيرمه-کولو-جوړولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.net